ایکنا نیوز د maspero.eg له قوله راپور راکوي،په مصر کې د ټولینزو رسندویو کارپوهان او فعالانو د مصر په قرآن ریډیو کې د تجارتي تبلیغاتو د خپریدا ددریدا په باب ددغه هیواد د ریډیو او ټیلیویژن د چ ارواکو د اعلامیې هرکلی کړی دی.
دغه ریدیوئي چینل په مصر او اسلامی نړۍ کې څه دپاسه شپیته میلیون آوریدونکي لری او په عربی نړۍ کې ددینی پروګرامونو لومړنۍ تخصصي ریډیوئي چینل حسابیږي.
د حکومتی رسندوئي مدیریّت شورا فیصله له یوشمیر غونډو او اعلامیو وروسته شوې ده چې په هغو کې ترټولو څرګنده په ریډیو ګانو ،ویب سایټونو او ټيلیویژنی چینلونو کې د فال نیونکو او نجومو د شتون ممنوعیّت دی.
دغه اورګان پخپلې رسمي پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،چې دغه فیصله د مذهبی رسمي اورګانونو د رهبرانو او د قران کریم د ریډیو د مخاطبانو له خوا له ډیرو شکایتونو وړاندې کیدا وروسته غوره شوې ده او هغه دغه راز ووئيل، چې دا فیصله د جنورۍ له لومړیو اعمال شوې هم ده .
د قرآ ن کریم د ریډیو مشر اسماعیل دویدار د قرآن ریډیو څخه د تبلیغاتو د دایمی لغوه کیدا په باب د ملی رسانۍ د ادارې فیصله یوه شجاعانه او تاریخي فیصله وبلله او ټينګار ئې وکړ، چې د مصر له داخل او بهره ددغو تبلیغاتو په باب ئې ډیر شکایتونه ترلاسه کړي دي.